یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې سیاست مداران په بوټونو ویشتل کیږي

پاکستان کې سیاست مداران په بوټونو ویشتل کیږي

د پاکستان د پنجاب په ګجرات ښار کې د سې شنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په بوټ وویشتل شو. تېرو دریو ورځو کې دا دویمه پېښه ده چې د پاکستان سیاستوال په بوټ ویشتل کېږي. له دې مخکې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف په لاهور کې د دریځ په سر په بوټ وویشتل شو. ګجرات کې د موټر په سر عمران خان د خپلې ډلو د غړو جوړولو غونډه کې ولاړ و چې د بوټ ګوزار ورباندې وشو. عمران خان په بوټ ونه لګېد، خو له هغه سره ولاړ بل ملګری یې علیم خان سینې ته ولګېد. ځايي رسنیو کې خپرېدونکې ویډیو ښيي چې کله پر علیم خان بوټ لګېږي، نو امنیتي ځواکونه یې مخ ته درېږي. له دې مخکې د پاکستان پر بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم یوه ناسته کې د مشواڼۍ ګوزار وکړ، خو هغه تورن کس وباښه او د خوشي کولو حکم یې وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: