د پاکستان مذهبي مشر او د وسله والو طالبانو معنوي ملاتړي ملا فضل الرحمن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان په خپل بهرني سیاست کې ناکام دی. نوموړي ویلي، دا چې د امریکا ملاتړ مو له لاسه ورکړی، له افغانستان سره ښې اړیکې نه لرو او امریکا د پاکستان پر ځای هند ته په افغانستان کې ډېر رول ورکوي، دا په دې مانا ده، چې پاکستان په خپل بهرني سیاست کې ناکام دی. هغه همدا راز زیاته کړې، د پاکستان لپاره انزوا په دې مانا ده، چې د غربي هېوادونو او امریکا ملاتړ له لاسه ورکړي، چې اوس پاکستان په همداسې یوه مرحله کې دی او منزوي یې ګڼلی شو. هغه زیاته کړې، د پاکستان حکومت په دې نه دی بریالی شوی، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې ورغوي او د امریکا ملاتړ خپل کړي. هغه پر حکومت غږ کړی، چې له امریکا سره دې اړیکې بیا ورغوي او خپله بهرنۍ پالیسې دي منظمه کړي.
