دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان کې په پښتنو د جبر،زور زیاتي لړي جاري ده

پاکستان کې په پښتنو د جبر،زور زیاتي لړي جاري ده

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد د رياستي واکدارانو د زور زياتي قيصې د نړۍ يوشمېر پېژندلي مېډيا کې پورته شوي دي.

رايټرز خبري اېجنسي د پي ټي اېم د مشرانو په حواله وايي د کراچۍ د جلسې په وخت ورسره په سپينه جامه کې د رياستي ادارو چارواکو وخت په وخت زورونې کړي دي.

د پي ټي اېم يومشر سېد عالم محسود راېټرز ته ويلي د کراچۍ د جلسې نه وړاندې يي د کمشنردفتر ته د اجازت اخستلو لپاره ورغلل خو د دغې دفتر د دروازې نه ونيول شول،

“د يو ګاډي نه په سپينه جامه کې يوشمېر وسله کړي کسان را ښکته شول، او مونږه ته يي ووېل چې او نه خوزئ”

سېدعالم محسود زياتوي دی یې سره د دريو ملګرو د رېنجرځواکونو مخې ته په ګاډي کې کېنول او دوه ورځې ورسته يي د وهلو، رټلو او دړکو وروسته خوشي کړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي وړاندې به عام اولس په زوره اوچتول کېده خو وس د دوي د سازمان غړي هم په زوره ورکېږي،

د دغې غورځنګ یو مشر محسن داوړ راېټرز خبري اېجنسۍ ته ويلي ” په کومه ورځ چې مونږه کراچۍ ته د جلسې لپاره راغلو هم د هغې ورځې نه زمونږه ملګري او پلويان په زوره اوچتول کيږي”

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د امنيتي ادارو ددغې زور زياتي په اړه ويلي، “هغوي چې زمونږه د نيولو څه ډول هڅې کوې ددې نه داسې برېښي چې دوي ترهېدلي دي او زما په خيال دوي داسې نه ګڼي چې زمونږه ساتونکي دي ددوي رويه مجرمانه ده”

د پاکستان د رياستي او داخله چارو وزير طلال چوهدري ويلي د نامعلومه قوتونو لخوا د خلکو داسې زورنه د خيال په ازادۍ لوي قدغن دی.

” مونږه له پکار ده چې په پاکستان کې د خلکو خبره واورو،داسې د پاکستان په تاريخ کې نه دي شوي چې خلک دې راوچت شي او د يوې داسې ډلې پلوي دې اوکړي چې په رسمي توږه يي مشر نشته”

راېټرز د خپل مضمون په آخېر کې ليکلي د کراچۍ د جلسې د خرابولو په خاطر رياستي ادارو د کراکرۍ په کاروباريانو هم فشار اچولې وو چې د پي ټي اېم جلسې له دې کرسۍ او نور سامان نه ورکوي.

راېټرز د نوم ښودلو بغېر د کراکرۍ د يو دکاندار په حواله ويلي ،ده ته د پي ټي اېم د مشرانو سره د ليدو کتو وروسته په ټيلي فون دړکه وکړی شوه که د پي ټي اېم جلسې له يي يوه شمع هم وروړله نو په ټول عمر کې به يي څوک وجود او نه ويني.

د پي ټي اېم مشران د دغې جبري بې درکۍ تور د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو لګوي او وايي د مرکزي مېډيا د تعصب پرته د پاکستان په اکثره ښارونو کې ددوي محبوبيت په زياتېدو دی او دغې خبرې د پاکستان ادارې اندېښمنې کړي دي.

راېټرز خبري اداره وايي دوي په دې اړه د پاکستان د پوځ د مېډيا د څانګې نه د غبرګون اخستلو پوره هڅې اوکړې خو هغوي ورته ځواب ور نه کړو، خو وايي وړاندې پوځ دغه تورونه رد کړي چې ګنې دوي بغېر له څه ثبوته څوک په زوره بوتلي دي.

راېټرز خبري اداره وايي د کراچۍ د کمشنر او رېنجرځواکونو سره يي هم د رابطو هڅې اوکړې خو هغوي هم دغې تورونو ته ځواب نه دی ويلی.

د پي ټي اېم مشران وايي په ټول ملک کې د دوي دپلويانو د زورولو لړۍ روانه ده په اخبارونو کې ددوي د سازمان په حق کې خبريالان خپل مضمونونه نه شي چاپ کولی په يونيورسټيو کې ددوي پلويان غونډې نه شي کولې او د کراچۍ د جلسې نه وړاندې ددوي ۱۰۰ ملګري نيول شوي وو چې نزدې ۳۰ يي تر ډېرو ورځو پورې په خپله ولقه کې ساتلي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: