جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې په کوچنېو انجونو جنسې زورونه زیاته شوې ده

پاکستان کې په کوچنېو انجونو جنسې زورونه زیاته شوې ده

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه لیکي، د پنجاب ایالت په لودرا سیمه کې پر یوې شپږ کلنې ماشومې جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې ده.

ورځپاڼه لیکي چې دا ماشومه د فبرورۍ په نولسمه نېټه لادرکه شوې وه او مړی یې د تېرې شنبې پر ورځ وموندل شو.

پولیس وایي د ماشومې د تره زوی یې د هغې د وژنې په تور نیولی دی او په لومړنیو پلټنو کې نوموړي پر دې جرم اعتراف هم کړی دی.

له ده سره څلور تنه نور هم نیول شوي دي.

د لودرا د ځایي روغتون ډاکټرانو د دې خبرې پخلی کړی چې تر وژنې د مخه پر ماشومې جنسي تېری شوی دی.

د همدې پنجاب ایالت په قصور سیمه کې څه موده وړاندې د جنسي تېري او بیا د هغې د وژنې پېښې د پاکستان او نړۍ په کچه سخت غبرګونونه را وپارول.

همدا رنګه د خیبرپښتونخوا ایالت په مردان کې هم تېره میاشت یوه کوچنۍ ماشومه تر جنسي تېري وروسته ووژل شوه.

په پاکستان کې یوازې په تېرو دوه میاشتو کې پر ماشومانو د جنسي تېري او بیا د هغوی د وژنې څو پېښې رامخې ته شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: