شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې پوځي محکمې ۱۱ ترهګرو ته د ادام حکم ورکړی دی

پاکستان کې پوځي محکمې ۱۱ ترهګرو ته د ادام حکم ورکړی دی

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د ۱۱ؤ ترهګرو د تیزندي کولو منظوري ورکړې اؤ دپوځي محکمې لخوا دریوؤ نورو ترهګرو ته د عمري بند سزا اورؤل شوې ده.

شنبې په ورځ دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي کوم ترهګر چې به په دار خیژولی شي هغوي په۳۶عامو وګړو،۲۴پوځیانو، ملیشه اؤ پولیس ځواکونو په وژنه کې ککړ دي.

پوځ وایي دغو ترهګرو ۶۰کسان وژلي اؤ ۱۴۲ یې ژوبل کړي چې په هغو کې د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ دپخواني غړي عمران خان مومند وژنه اؤ په ملاکنډ پوهنتون برید هم شامل دی.

پوځ ددغو ترهګرو نومونه برهان الدین ، محمدزیب،سلیم،عزت خان،محمدعمران،یوسف خان،نادرخان،عارف الله،،بخت محمد،شهیرخان اؤ ګل فراز ښودلي دي.

په پاکستان کې پوځي محکمې په کال ۲۰۱۴ کې د دسمبر په میاشت کې د پيښور په ارمي پبلک سکول د ترهګرو لخوا د شوي یو خونړي برید نه وروستو ددوؤ کالو دپاره جوړې کړل شوې وي.

په دغه برید کې د سکول د ماشومانو په شمول د ۱۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي وؤ.

تیر کال د مارچ په میاشت کې چې کله د پاکستان دننه د پوځې محکمو د واک موده تر نورو دوؤ کلونو وغځول شوه نو دهغې راپدیخوا دغو پوځي محکمو د ترهګرو تیزندي کولو عمل کې زیاته چټکیتا راوستې ده اؤ تر دې مهاله یې په لسګونو طالبان د ټولګیو په شکل کې تیزندي کړي دي.

د بشري حقونو دپاره مبارزه کوونکي زیاتره تنظیمونه اؤ افراد د پاکستان دپوځي محکمو څخه خلکو ته په ورکړی کیدونکو سزاګانو نیوکې هم کوي اؤ وایي دغو محکمو کې ټولې مقدمې په پټه توګه چلیږي خو پوځ وایي چې د مقدمو په مهال بندیانو ته دخپلې صفایۍ موقعې ورکوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: