سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې پښتانه د دغه هېواد پوځي او استخباراتي ادارو لخو بدو ورځو سره مخ کړي دي

پاکستان کې پښتانه د دغه هېواد پوځي او استخباراتي ادارو لخو بدو ورځو سره مخ کړي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د ژوب سترې ولسي غونډې ته وویل، پښتانه د پاکستان د پوځ [جي ایچ کیو] له لاسه له بدې ورځې سره مخامخ دي. وایي په زرګونو ورک پښتانه باید خوشي کړل شي او که یې جرم کړی وي عدالتونو ته دې وړاندې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي کاروان

منظور پښتین په مشرۍ نن د جمعې په ورځ سهار د پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان سیمې روان شو، په درازنده او شېراني ضلع کې یې سلګونو خلکو هرکلی وکړ.

د بلوچستان په پښتني سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډې نن د دې ایالت په ږوب سیمه کې پیل شوې، چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړیو او په زرګونو عامو خلکو پکې ګډون کړی وو.

د ږوب ښار په بازمحمد باز شهید میدان کې جلسې ته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ته د وینا بلنه ورکړل شوه، نو د جلسې زرګونه ګډونوال یې په احترام کې ولاړ شول.

منظور پښتین په خپله وینا کې وویل، چې د پښتنو له ټولو سیمو دي پوځي او ملېشه چیک پوسټونه یا ختم کړل شي یا دې لېویز ته وسپارل شي، ځکه چې پر دغو چیک پوسټونو پرله پسې د پښتنو بې عزتي کېږي:

“د خپل کاروبار او ډالرو په خاطر په دې ملک [پاکستان] کې د پښتنو وینه تویول کېږي، موږ د پاکستان د آیین لاندې غوښتنه کوو چې څوک دې غیرعدالتي مرګونه نه کوي، دوی یې ولې کوي؟ که د آیین خبره پخه وي نو سزا دې ورکړي”

جلسې ته په وینا کې د پښتون ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسید وویل، په دې سیمه کې ټولې ترهګرې ډلې پاکستان جوړې کړې دي، خو په دې هېواد کې یې پښتانه د ترهګرو په نامه بدنامه کړي دي:“د پاکستان له جوړېدو تر ۲۰۰۲م کاله پورې یې په فلمونو، ډرامو او کتابونو کې ویل چې پښتون بېوقوف [ناپوه] دی، ترهګر تنظیمونه ده جوړ کړي وو، خو زما کمیس پرتوګ او زما د عزت دستار یې د ویرې علامتونه کړل او پښتانه یې ترهګر ونومول”په جلسه کې د راو انوار د نیولو، د ترهګرۍ په ضد او د پوځي او ملېشه چیک پوسټونو د ختمولو شعارونه هم ورکړل شول او په وار وار د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین په ملاتړ نارې وهل کېدلې.په جلسه کې د جمعیت علمای اسلام ګوند، تحریک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند او نورو ګوندونو مشرانو د پاکستان ریاستي پالیسۍ وغندلې، چې وایي پر پښتنو یې د ترهګرۍ په نامه جګړه ور تپلې ده.د عوامي نېشنل ګوند ضلعي مشر محمد انور مندوخېل جلسې ته وویل، د لسګونو وسلوالو تنظیمونو دفترونه په پنجاب کې دي او تور یې ولګاوه چې وزیراعلی شهباز شریف ورسره مالي مرسته کوي، خو وایي ترهګر پښتون ګڼل کېږي:“زموږ خویندې او ځوانان محفوظ نه دي، پر موږ پردۍ جګړه را تپل شوې ده، وزیرستان ته ۱۵۰۰۰ عرب جنګیالي چا راوستي وو؟ چا ساتل او مالي مرسته یې ورسره کوله؟ خو نن ما [پښتانه] ته ویل کېږي چې ته ترهګر یې”

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر رضا محمد رضا په خپله وینا کې وویل، له څلوېښتو کلونو راهیسې د پنجاب د استعماري پالیسیو له کبلهزعععنن. افغانستان او د پاکستان پښتانه په جګړه اخته دي، په لکونو انسانان یې و وژل، وطنونه یې ور ویجاړ کړل، په میلینونو خلک یې هجرت ته اړ کړل او لا یې ژوند ته نه پرېږدي:“د ټول پښتانه اقتصاد یې ور ختم کړ، په جګړۍ او ترهګرۍ یې وځپل او اوس ټول پښتون یې له خپلو کورونو بې کوره او په ټول پاکستان کې ووېشل، خو نن یې نه په لاهور کې پرېږدي نه یې په کراچۍ کې پرېږدي، دا وخت د ټول پښتانه سر او مال، عزت او ناموس په خطر کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *