سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې پښتانه د ریاست نه په پښتنو دوهشت لړې د بندیدو غوښتنه کوي

پاکستان کې پښتانه د ریاست نه په پښتنو دوهشت لړې د بندیدو غوښتنه کوي

په پاکستان کې دپښتنو دنسل کشۍ د ودرؤلو غوښتنې زور نیولی اؤ دامهال پلازمینې اسلام اباد ته دقبائیلي سیمو اؤ خیبرپښتونخوا نه په زرګونو مظاهره چیان یوازې ددې غوښتنې په اساس ورټول شوي چې ریاست دې نور په بېګناه ډول د پښتنو د وژنې نه لاس واخلي.

دغه په زرګونو مظاهره چیان چې نن یې په اسلام اباد کې د احتجاج دریمه ورځ پیل شوې وایي تر هاغه وخته به داسلام اباد نه، نه ځي چې ترڅو ورته دپښتنو دنسل کشۍ ودرؤلو،کراچۍ کې دپولیس په لاس دوژل شوي پښتون زلمي نقیب د قاتلانو په دار د ځړؤلو اؤ د ټول نیول شوؤ بېګناه پښتنو د پریښودلو باور نه وي ورکړل شوی.

داسلام اباد ترڅنګ په یو وخت دپښتنو دنسل کشۍ په ضد غږ د قبائیلي سیمو څخه هم پورته شوی اؤ پرون د پوځ دکلک نظارت لاندې قبائیلي سیمه جنوبې وزیرستان واڼا کې هم یو شمیر قبائیلي زلمو په سړکونو احتجاج کړی اؤ دپښتنو دنسل کشۍ ودرؤلو غوښتنې یې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *