جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان کې پښتانه د شناختي کارډ د جوړولو په وخت کې ځورول کېږي

پاکستان کې پښتانه د شناختي کارډ د جوړولو په وخت کې ځورول کېږي

د پاکستان د شناختي کارډ ادارې [نادرا] د پښتنو د لکونو شناختي کارډونو تر بندولو وروسته خپلو ملازمینو ته امر کړی چې د شناختي کارډ جوړوونکو پښتنو کلکه پلټنه او کره کتنه وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند سنېټر شاهي سید د ګل- دوشنبې په ورځ د سېنټ د کورنیو چارو د کمېټۍ په غونډه کې دا موضوع را پورته کړه او د نادرا دغه ګام یې د پښتنو ځورول او له دوی سره د ژبې او وینې په بنیاد کرکه وګڼله.

ښاغلي شاهي سید له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د شناختي کارډ مرکزي ادارې د نورو پاکستانیانو په پرتله یواځې پر پښتنو شک څرګند کړی او د هغوی د څارنې لپاره یې خپلو کارکوونکو ته ځانګړی امر کړی دی. شاهي سید وایي:

“د نادرا په دې نوي فرمان کې په ۸م نمبر دا ماده هم شامله کړل شوې، چې وایي ‘پښتو ویونکي او مشکوک خلک به ځانګړي مېز [ډیسک] ته لېږئ’، ولې یواځې له پښتو ویونکو سره داسې کېږي؟ موږ د دې کار غندنه کوو او دا پکار نه دی”

شاهي سید وایي اوس د پاکستان په ټولو ادارو کې هم او پنجاب ته د تلو په وخت هم د پښتنو لس تلاشۍ اخیستل کېږي، دا د پښتنو سپکاوی او بې عزتي ده. وایي پښتون په دې ملک کې مړ هم شو او بدنامه هم شو:

“څنګه چې په نړۍ کې پاکستان بدنامه شوی دی، دغسې په پاکستان کې دننه په پنجاب، سیند او بلوچستان کې پښتانه بدنامه شوي دي، ټول پښتانه ترهګر نه دي، خصوصاً د قبایلي سیمو له خلکو سره ډېر زیاتی کېږي چې موږ یې غندنه کوو”

د سېنټ د کورنیو چارو د دایمي کمېټۍ مشر سنېټر رحمن ملک هم- چې له پیپلز ګوند سره تړاو لري- د نادرا دغه پرېکړه غندلې ده او ویلي یې دي چې توندروي او ترهګري له کوم ځانګړي قوم او ژبې سره تړاو نه لري.

د پاکستان د سېنټ د کورنیو چارو دایمي کمېټۍ د نادرا دغه ګام په کلکه غندلی او د نادرا پر مشر یې غږ کړی، چې کمېټۍ ته وړاندې شي او د خپل نوي فرمان سپیناوی وکړي.

د نادرا مرکزي ادارې تر اوسه د خپلې نوې پرېکړې په اړه څه سپیناوی نه دی کړی، چې ولې یې یواځې د پښتنو د کلکې څارنې امر کړی، خو د پاکستان په ټولو ایالتونو کې مېشت پښتانه شکایت کوي چې په وروستیو کلونو کې دوی تر بل هر چا زیات د شناختي کارډ جوړولو په وخت ځورول شوي دي.

د شناختي کارډ جوړولو مرکزي ادارې نادرا چې په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې د مشکوکو کسانو شناختي کارډونه تړلي یا بلاک کړي، په هغوی کې زیات شمېر د پښتنو دی. د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزارت تېر کال قومي اسمبلۍ ته ویلي وو، چې لږ تر لږه ۴ لکه شناختي کارډونه تړل شوي او په هغوی کې ۶۳ فیصده د پښتنو دي.

29 تبصرې

  1. viagra cost per pill viagra without prescription how to get viagra

  2. generic viagra names canadian pharmacy viagra is there a generic viagra

  3. canada viagra viagra without prescription online viagra prescription

  4. natural pills for ed generic cialis treatment for ed

  5. ed treatment review ED Pills Without Doctor Prescription cheap medications online

  6. buy medications online Cheap Erection Pills medicine for ed

  7. cialis pills tadalafil viagra vs cialis

  8. how long does it take cialis to take effect buy cialis online cost of cialis 20mg tablets
    prices of cialis

  9. cost of cialis 20mg tablets generic cialis side effects for cialis
    cialis ingredient

  10. best ed pills non prescription online prescription for ed meds cialis without doctor prescription
    medications online

  11. natural cures for ed https://canadaedwp.com/ buy prescription drugs without doctor

  12. psychological ed treatment buy ed pills online non prescription ed pills
    ed pills online

  13. erectile dysfunction drug ed medications online canadian drug prices
    canadian online pharmacy

  14. buy prescription drugs from india https://canadaedwp.com/ soma therapy ed

  15. foods for ed buy prescription drugs without doctor best erectile dysfunction pills
    best ed treatments

  16. personal loans payday loans no credit check

  17. instant online payday loans personal loans with no credit check

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: