ـ د پاکستان واکمن مسلم ليګ (ن) اتحادي او مخالفه ګوندونو د حکومت او پښتون تحفظ موومنټ ترمنځ د شوي تړون هرکلی کړی او ټينګار کوي چې بايد پر تړون پوره عمل وشي.
مسود ساتنې غورځنګ ( مسود تحفظ موومېنټ) چې اوس په پښتون تحفظ موومېنټ اوښتی، د جنورۍ په ۲۶ مه له ټانک څخه لاريون پیل کړ او د خېبر پښتونخوا تر يو شمېر ښارونو تېرېدو وروسته د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه اسلام اباد ته ورسېد.