شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بلوچستان / پاکستان کې څلور تنه عیسویان وژل شوي دي

پاکستان کې څلور تنه عیسویان وژل شوي دي

د پاکستان پولیس وايي چې څلور تنه پاکستاني عیسویان پرون د دې هېواد په جنوب لوېدیځ کې په ډزو ووژل شوي دي.

د دې حملې مسؤلیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی.

پولیس چارواکي وايي، دا کسان په کوټه کې په یوه رکشا کې سپاره وو چې ناڅاپه پر یوه موټرسایکل سپرو وسله والو ډزې پرې وکړې.

د پولیسو په وینا، په پېښه کې د یوې کورنۍ درې تنه غړي او د رکشا چلوونکی ځای پرځای مړه شول او پنځم چې یو ماشوم و، ژوندی پاتې دی او روغتون ته رسول شوی دی.

د بلوچستان ایالت د پولیسو چارواکي معظم جان انصاري روېټرز خبري اژانس ته ویلي، داسې ښکاري چې دا یوه هدفي وژنه وه اوهغه دا یوه ترورېستي پېښه وبلله.

دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې پاکستاني عیسویانو د عیسویانو ایستر جشن نمانځنه وکړه.

د پاکستان د نېږدې دوه سوه میلیونه وګړو په سلو کې دوه، عیسویان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *