شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / پاکستان کې ډرون برید د حقانې شبکې دوه وسلوال وژلي دي

پاکستان کې ډرون برید د حقانې شبکې دوه وسلوال وژلي دي

د پاکستان د قبايلي سيمو کورمې او اورکزو پر پوله په سپين ټل کې ‌ډرون بريد د حقاني شبکې دوه وسله وال وژلي دي. د سيمې امنيتي چارواکي وايي، ډرون بريد نن سهار د حقاني شبکې د کومندان احسان الله، چې په خوريي هم مشهور دی، کور په نښه کړ. د بريد په نتيجه کې نوموړی د خپل ملګري ناصر محمود سره پر هغه ځای ووژل شو.

دا په روان کال کې په پاکستان دويم ډرون بريد دی. له دې وړاندې د جنوري پر ۱۷مه نېټه په کورمه اېجنسۍ کې ډرون بريد يو مشکوک وسلوال ژوبل کړی و.

افغان حکومت او امريکا پر پاکستان تورې پورې کوي چې په خپله خاوره کې يې وسله والو ته پټن ځايونه ورکړي دي. دوی په ځانګړې توګه حقاني شبکې ته ګوته نيسي چې په افغانستان کې په زياتره وسله والو بريدونو کې تورنه ده. خو پاکستان دريځ لري چې د حقاني شبکې په ګډون يې د ټولو وسله والو ډلو مرکزونه وران کړي دي او دا ډله اوس په پاکستان کې نشته.

دا بريد تر هغه وروسته کېږي چې د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سېنډرز د دوشنبې په ورځ په واشنګنټن کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال پر پاکستان غږ وکړ چې په سمدستي توګه د طالبانو مشران ونيسي يا يې وباسي او د خپلو عملياتو لپاره يې د پاکستان ځمکې کارولو ته پرېنږدي. نوموړې دا خبرې د کابل پر انټر کانټيننټل هوټل د تيرې شنبې ورځې د ډله ييز بريد په تړاو وکړې چې مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه واخيست. په دې بريد کې د ۱۴ بهرنيانو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي وو.

2 تبصرې

  1. buy tadalafil: http://tadalafilonline20.com/ tadalafil online

  2. tadalafil 60 mg for sale tadalafil generic
    tadalafil max dose

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *