پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / باجوړ ایجنسۍ کې یو پاکستانی پولیس وژل شوی دی

باجوړ ایجنسۍ کې یو پاکستانی پولیس وژل شوی دی

د پاکستان پولیسو ویلي چې د یاد هېواد په شمال لوېدیځ کې د پولیو د واکسیناسیون ټیم د خوندیتوب لپاره ګمارل شوی پولیس نا څرګندو وسله والو وژلی دی. د چارواکو په وینا دا پېښه نن سهار د قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ کې د بادام په نوم کلي کې شوې ده. تر اوسه د پیښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې. تر دې وړاندې هم په پاکستان کې وسله والو کسانو د پولیو واکسیناسیون ټیمونه تر برید لاندې راوستي وو. د پولیو پر وړاندې د واکسيناسیون درې ورځنی کمپاین پرون د خيبر پښتونخوا ایالت په شمال لوېديځو سیمو کې پیل شو او ويل کېږي چې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي ۶ ميلیونه کوچنیان به واکسين شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *