سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان یوځل بیا کنړ ولایت په توغندیودردولي دی

پاکستان یوځل بیا کنړ ولایت په توغندیودردولي دی

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، چې پاکستانیو پوځیانو یو ځل بیا پر کونړ د توغندیو توغولو لړۍ چټکه کړې ده.
د کونړ د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه پاکستانیو پوځیانو د کونړ پر دانګام ولسوالۍ ۱۸۰ توغندي توغولي، چې ۴ تنه یې ټپیان کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، تېره شپه لس بجې پر دانګام د توغندیو توغول پیل شوي او تر نن سهار پورې روان وو.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې پر کونړ د توغندیو لړۍ پیل کړې، چې دانګام، سرکاڼو، شلطن او یو شمېر نورې ولسوالۍ یې ځپلي دي.
په روان کال کې یوازې له شلطن ولسوالۍ څخه ۲۵۰ کورنۍ د پاکستانیو توغندیو له امله بې ځایه شوې وې، چې ډېری تراوسه د کونړ په نورو ولسوالیو کې اوسېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: