دوشنبه , جون 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان یو وار بیا افغانستان سره خپلي زیانمنې شوې ټرانزیټي لارې پرانزي

پاکستان یو وار بیا افغانستان سره خپلي زیانمنې شوې ټرانزیټي لارې پرانزي

د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي شمالي وزیرستان ته سفر کړی دی او د سفر ستره موخه یې هم دا وه، چې له افغانستان سره د پاکستان د ترانزیتي لارو وضعیت وارزوي. عباسي ویلي، چې په دغه سیمه کې به د کمال خان بندر په فعالیت پيل وکړي او د سوداګرۍ په برخه کې به نوې لاس ته راوړنې ولري. پاکستان تر ډېره هڅه کوي ترانزیتي لارې د امریکایي اکمالاتو لپاره پرانیزي. دغه هېواد هر کال میلیونونه ډالر له دې درکه ترلاسه کوي او د امریکايي ځواکونو ستره برخه اکمالات د پاکستان له خاورې ترسره کېږي. عباسي ویلي چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو او ترانیزیتي اړیکو د پراختیا لپاره هڅه کوي او ګڼ بندرونه به فعال کړي. په دې وروستیو کې د پاکستاني حکومت د ناسمو سیاستونو له امله افغانستان ته د پاکستان صادرات خپلې ټيټې کچې ته رسېدلي دي. ډیری پاکستاني سوداګر له دې حالت سر ټکوي او پر خپل حکومت نیوکه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: