پاکستان یو ځل بیا د خپلې قونسلګرۍ په اړه د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده. په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصر الله خان نن د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره کتلي دي. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د پاکستان سفیر ټينګار کړی دی، چې په ننګرهار کې دې ددغه هېواد د قونسلګرۍ مسئله په جدي توګه وڅېړل شي. سفیر همدا راز د افغان سولې په اړه هم ویلي چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له هر ډول مذاکراتو ملاتړ کوي نو له همدې امله یې د مسکو په غونډه کې هم د ګډون زړه ښه کړی و. د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې دوی به په ننګرهار کې د قونسلګرۍ په اړه پلټنه وکړي. پاکستان ادعا کوي چې د ننګرهار والي حیات الله حیات ددغه هېواد په قونسلګرۍ کې مداخله کړې ده خو افغان حکومت دغه ادعا بې بنسټه بولي.
