جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / پاکستان یو ځل بیا پر کونړ د ۱۷۵توغنديو باران کړي دي

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ د ۱۷۵توغنديو باران کړي دي

په کونړ کې امنیتي چارواکي وایي پاکستاني پوځ یو ځل بیا د د یاد ولایت پر ځینو سرحدي سیمو توغندويي بریدونه کړي دي. د یاد ولایت د پولیسو ویاند فریدالله دهقان ویلي چې له تېرې شپې را په دېخوا پاکستاني پوځیانو پر دانګام، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو شاوخوا ۱۷۵ توغندي توغولي دي. هغه وویل چې توغندیو ځاني زیانونه نه دي اړولي خو خلک یې له مالي پلوه زیانمن کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راپه دې خوا د کونړ پر ځینو سرحدي ولسوالیو د پاکستانۍ ځواکونو لخوا د توغندیزو بریدونو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زرګونه نور یې د خپلو سیموې پرېښودو ته اړ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: