جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / پاکستا د ډیورنډ په نامنلې کرښه د اغزن تار لګولو مصرف له امریکا غواړي

پاکستا د ډیورنډ په نامنلې کرښه د اغزن تار لګولو مصرف له امریکا غواړي

پاکستان یو ځل بیا له امریکا غوښتي چې پر ډېورنډ کرښې د اغزن سیم د تېرولو مالي لګښت ورکړي. د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار نصیر جنجوعه ویلي، امریکا هر کال پر افغان جګړه ۴۰ میلیارده ډالر لګوي، خو ددې جګړې د ختمولو ښه لار دا ده، چې پر ډېورنډ کرښه اغزن سیم تېرکړل شي. دده په خبره دا اغزن تار څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالر لګښت لري، چې په څلوېښت ملیاردو ډالرو کې دا پیسې هېڅ ښکاري هم نه. نوموړي ټینګار کړی، چې دوی به پر دغه کرښه اغزن سیم تېروي، ځکه ترهګر له همدې سیمې په استفادې د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي او خپلې چارې تنظیموي. بل لور ته بیا افغان حکومت تر دې وړاندې ویلي وو، چې اغزن سیم د ترهګرو مخه نه نیسي، بلکې په پاکستان کې شته ترهګرې ډلې دې له منځه یوړل شي، ای ایس ای دې ددوی له ملاتړه لاس واخلي او پاکستاني حکومت دې پخپله خاوره کې د ترهګرو روزنځایونه په نښه کړي. په دې وروستیو کې ګڼ هېوادونه په یوه خوله دي او وايي چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو صادروونکی او روزونکی هېواد دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: