دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پخواني طالب چارواکي په حکومت غږ کړی چې بندي طالبان دې خوشي شي

پخواني طالب چارواکي په حکومت غږ کړی چې بندي طالبان دې خوشي شي

یوه پخواني طالب چارواکي په حکومت غږ کړی چې له دوی سره په زندانونو کې د جنګي بندیانو د خوشې کولو په اړه فکر وکړي.
اکبر اغا له ولسمشر اشرف غني غوښتي، لکه څنګه چې طالبانو له دوی سره د جنګي بندیانو د خوشې کولو خبره کړې، ولسمشر دې هم دغه ډول ګام اوچت کړي.
اکبر اغا چې کابل کې د جګړې د خلاصون په نوم د یوې شورا غړیتوب هم لري، زیاتوي چې د طالبانو اور بند ګټور او عملي دی.
طالبانو دوه ورځې وړاندې د حکومت د اته ورځیني اور بند په ځواب کې د کوچني اختر درې ورځې اور بند اعلان کړ او ویلې یې دي چې له دوی سره جنګي بندیان به له ضمانت وروسته خوشې کوي او نورو بندیانو ته به زمینه برابروي چې له خپلو کورنیو سره وګوري.
خو حکومت بیا له دوی سره د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي.
عام افغانان له حکومت او طالبانو څخه غوښتنه کوي چې اور بند وغځوي او په ترڅ کې یې د جګړې د پای ته رسولو له پاره په بېلابېلو طرحو کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: