پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پخواني ولسمشر حامد کرزي په ننګرهار کې پرونۍ خونړۍ پېښه غندلې ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ننګرهار کې پرونۍ خونړۍ پېښه غندلې ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ننګرهار کې پرونۍ خونړۍ پېښه غندلې ده. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ یو ځل بیا د هېواد دښمنانو زموږ هېوادوال د غم پر ټغر کېنول. نوموړي زیاته کړې چې په دې پېښه کې د ګڼو نورو ملکیانو ترمنځ سیک افغانان هم وژل شوي دي. په دې ډله کې ولسي جرګې د هندوانو یوازینۍ کاندید اوتار سنګهـ خالصه هم وژل شوی دی. پخواني ولسمشر د هغه وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي دي او وایي چې اوتار سنګـهـ په هېواد مین شخص و او تل یې د افغانستان د امن او ثبات لپاره هڅې کړې دي. ښاغلي کرزي زیاته کړې چې نوموړي غوښتل په ملي شورا کې د کار له لارې خپلو خلکو ته خدمت وکړي خو د هېواد د پرمختګ دښمنانو نوموړي ته ددې خدمت فرصت ور نه کړ. پخواني ولسمشر ویلي په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو ترسره کوونکي هغه کسان په نښه کوي چې دوی د افغانستان پالنې او افغانیت پالنې لپاره هڅه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: