چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پروان ولایت کې په بهرنیانو ځانمرګي برید شوی دی

پروان ولایت کې په بهرنیانو ځانمرګي برید شوی دی

د پروان ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په کتار د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو.

د پروان ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید د بګرام ولسوالۍ د چین زيي په سیمه کې شوی دی.

د پروان ولایت امنیتي چارواکیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا برید تیره شپه شوی دی.

د چارواکیو په وینا برید هله وشو چې د بهرنیو ځواکونو کتار په ګزمې بوخت وو.

د برید مسئولیت طالبانو په اړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې تیره شپه د بګرام په ولسوالۍ کې د امریکايی ځواکونو په کتار قوي ځانمرګی برید کړی دی. طالبانو پدې برید کې لږ تر لږه د ۶ تنو امریکايي سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده .

د بله پلوه د چک جمهوریت ویلي دي چې برید ددوې په سرتیرو شوی دی.

د چک جمهوریت پوځ پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې تیره شپه د کابل شمال لوري ته د بګرام په ولسوالۍ کې ددوې پر ځواکونو برید شوی چې له امله يي ددوې پنځه تنه سرتیري ټپیان شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې د ټپي شوو سرتیرو نه د یو تن روغتیايي حالت باریکه دی. ټپي شوي سرتیري د چورلکو په واسطه روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: