پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پروان ولایت کې په بهرنیو ځواکونو سر تیری برید شوی

پروان ولایت کې په بهرنیو ځواکونو سر تیری برید شوی

پروان کې د امریکایي ځواکونو پر موټریز کاروان موټر برید شوی دی. برید د یاد ولایت مرکز خلازیي سیمه کې هغه مهال شوی چې د بهرنیو ځواکونو کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې و. سیمه ییز چارواکي وايي چې برید د موټر بم په وسیله شوی دی. د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، چې په دې پېښه کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د غوڅ ملاتړ ماموریت له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاد برید کې ۳ امریکایي عسکر وژل شوي او د دوو افغان سرتېرو په ګډون یو امریکایي عسکر ټپي شوی دی. طالبانو د برید مسوؤلیت منلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *