جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پرونۍ دکابل برید د وژل شوو شمېره ۱۰۳تنو ته رسیدلې ده

پرونۍ دکابل برید د وژل شوو شمېره ۱۰۳تنو ته رسیدلې ده

د کابل پر جمهوریت روغتون د موټر بم برید د وژل شویو شمېر ۱۰۳ او د ټپیانو ۲۳۵ ته لوړ شوی دی. د کورینو چارو وزیر ویس احمد برمک چې نن یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل، پرونۍ پیښه کې له دوه امبولانسونو نه ګټه اخیستل شوې وه. برمک وویل ملي امنیت دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت درې واړه په پوره همغږۍ کار کوي څو د ورته ترهګریزو بریدونو مخنیوی وکړي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تل د وسله والو ډلو د ورته بریدونو مخنیوي کې پاتې راغلي دي وویل؛ د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه له ۲۰ وسله والو دلو سره په جګړه بوخت دي چې په خبره یې ټولې یې له سیمه اییز او نړیوال ملاتړ نه برخمنې دي. برمک د پرونۍ پیښې د غندلو تر څنګ وویل چې په دې پیښه کې د ۱۳ پولیسو په ګډون ۱۰۳ تنه عام وګړي وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: