شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پر جاسوس برید؛ امنیت شورا کې د برتانیا او روسيې سفیرانو ‘لفظي شخړه’

پر جاسوس برید؛ امنیت شورا کې د برتانیا او روسيې سفیرانو ‘لفظي شخړه’

برتانيا د ملګرو ملتونو له امنيت شورا وغوښتل چې په خاوره کې يې د روسيې د پخواني جاسوس د وژنې هڅې پر وړاندې يې ملاتړ وکړي، چې په وينا يې د وژنې دا هڅه د روسيې له لوري شوى.

په ملگرو ملتونو کې د برتانيا استازي په دې تړاو د امنيت شورا جوړې شوې غونډې ته وويل روسيې پر پخواني دوه اړخيز جاسوس سرگې سکرېپال د اعصابو زهرجنې مادې په کارولو د کيمياوي وسلو مخنيوي له تړون سرغړاوى کړى.

جانټن الن زياته کړه دا ماده دومره بوږنوونکې ده چې په جگړه کې يې پر کارولو بنديز لگېدلى.

نوموړي د غونډې پر گډونوالو غږ وکړ د روسيې د دغې کړنې په تړاو يو موټي شي:

” موږ د هغو بريدونو او گواښونو په اړه وار له مخه اورېدلي چې روسيې د تېرو څو ورځو په ترڅ کې کړي. موږ په دې هم پوهېږو چې داسې ډېر څه به واورو. روسيې هره بله قضيه کې چې له نړيوالو قوانينو په سرغړونه نيول شوې ورته چلند کړى. موږ هغو ارزښتونو ته ژمن يو چې د ملگرو ملتونو او د دغې شورا د لوى اکثريت ترمنځ شريک دي او موږ له تاسو غواړو چې موږ سره ودرېږئ.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: