د ملگرو ملتونو د بیان د ازادۍ ځانګړي استازي ویلي، چې پر مطبوعاتو د ډونالډ ټرمپ لفظي بریدونه کولی شي د خبریالانو ضد تشدد وپاروي. ډیوډ کای او د امریکا د بشري حقونو په کمیسیون کې د بیان د ازادۍ استازي ایډیسن لانزا په یو گډه اعلامیه کې ویلي، چې پر مطبوعاتو لفظي بریدونه د بیان د ازادۍ خلاف دي. دغه اعلامیه لیکي، دا حملې د امریکا د هغه ملي فریضې ضد عمل دی چې د بیان د ازادۍ او د بشر د حقونو د نړیوالو قوانینو ضمانت کوي. اعلامیه زیاتوي، چې مونږ په ځانګړې توگه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اندیښمن یو ځکه دا ډول لفظي بریدونه په هغوي د تشدد امکانات زیاتوي. تیره اونۍ د سي این این ټلویزیون پر سپینې ماڼۍ تور لگولی و چې د هغوي یو خبریال یې خبري غونډې ته نه و پریښودی. د یادونې وړ ده، چې ټرمپ ډېری وخت مطبوعاتو ته بد رد وایي او د(جعلي خبرونه) لقب یې ورته ورکړی دی.
