دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / بين المللي / پر طالبانو د بریدونو بندول به پر داعش ډلې بریدونه سخت کړي

پر طالبانو د بریدونو بندول به پر داعش ډلې بریدونه سخت کړي

پر طالبانو د بریدونو بندول به پر داعش ډلې بریدونه سخت کړي. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړپوړی قومندان وایي، پر وسله والو طالبانو د افغانستان د حکومت د بریدونو بندول به د دوی ځواکونو ته د دې ښه امکانات برابر کړي، څو په داعش ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړي. په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن دغه څرګندونې نن په بلجیم کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې کړې دي. نیکولسن وویل، اټکل نه کوي وسله وال طالبان به د افغان ولسمشر لخوا د تیرې ورځې اوربند ومني کنه؟ خو د هغه په وینا دغه اربند د هغو نورو پوځي عملیاتو مخه نه نیسي چې امریکایي ځواکونه یې د دې هېواد په ختیځ کې پر داعش ډلې تر سره کوي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د روژې میاشتې له ۲۷نه د اختر تر پنځمې پورې مؤقت اوربند اعلان کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: