شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / پاکستان / پر هارون بلور د بريد پړه ومنل شوه!

پر هارون بلور د بريد پړه ومنل شوه!

تېره شپه خواوشا لس بجې د پېښور په یکه توت سيمه کې یو ځانمرګی برید ترسره شوی و، په برید کې د عوامي نیشنل ګوند مشر هارون بلور او ورسره د دغه ګوند په لسګونو نورو د وژل کېدو او د څلویښتو څخه زیاتو د ټپي کېدو خبر خپور شوی و، چې وروسته ددغه سیمې نزدې لیډي ریډنګ روغتون ته وړل شوي و.

ددې برید پړه د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني په یو خپور شوي خبر کې منلې او زیاته کړې یې ده چې دا یې د ملا فضل الله په انتقام کې کړی دی او دایې د مولانا فضل الله د وژل کېدو وروسته لومړی غټ برید دی، په یاد خبر کې يې خبر داری ورکړی چې دارنګه بريدونه به دوام ولري.

هېره دې نه وي چې د دارنګه بریدونه د پاکستان پوځ لپاره د کوم سر دردي څخه خالي نه دي، ګنې په داسې حالاتو کې د داسې برید کول، له توقع څخه لرې خبره ده.

هارون بلور د بشیر بلور زوی و چې پلار یې هم په ۲۰۱۲ کې د یو برید په ترڅ کې وژل شوی، چې پړه یې د تحریک طالبان د دره آدم خېلو حلقې منلې وه، په دغه وخت کې د دره آدم خېل مسئول طارق افریدی و چې لارې چارې به هم ده سنبالولوې، دده وژل کېدو وروسته خلیفه عمر منصور د دوی سر لښکر جوړ شو خو هغه هم رورسته د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، لدې ورورسته کوم برید ترسره نشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *