دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پر ډیورنډ کرښه وژل شوی ننګیالی، لکه یتیم خاورو ته وسپارل شو

پر ډیورنډ کرښه وژل شوی ننګیالی، لکه یتیم خاورو ته وسپارل شو

د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار امرالله صالح خاورو ته د جنرال عبدالرازق د سپارلو پر مراسمو د توندې نیوکې تر څنګ ویلي، چې یو زړور جنرال نباید د یو ګمنام سپاهي غوندې خاورو ته سپارل شوی وای. د نوموړي د رسمي فیسبوک پاڼې له مخې، ټول هېوادوال د جنرال رازق د شهامت، وطندوستي او له هېواد سره د هغه د ډېرې مینې خبرې کوي، خو د هغه د جنازې په مراسمو کې د نوموړي د کورنۍ له غړو پرته هیڅ لوړپوړی چارواکی نه دی لیدل شوی. نوموړي نیوکه کړې چې یو پیاوړی او پر هېواد مین جنرال نباید په دې توګه خاورو ته سپارل شوی وای. هغه پر خپله فیسبوک پاڼه د پوښتنې په توګه ویلي، ایا له یو قهرمان سره مخه داسې وي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: