جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / پر کونړ د توغندیو بریدونه ددواړو هېوادونو اړیکې نورې هم سړې کوي.اجراییه مشر

پر کونړ د توغندیو بریدونه ددواړو هېوادونو اړیکې نورې هم سړې کوي.اجراییه مشر

د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، پاکستان پر کونړ د توغندیو ویشتو نه کومه ګټه نه شي ترلاسه کولی؛ بلکې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم سړې کوي.

ده له پاکستان وغوښتل چې د توغندیو د وېشتو پر ځای باید خپله دوستي له افغانستان سره ثابته کړي.

د عبدالله عبدالله له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ګاونډي هېوادونه باید د افغانستان د سوله ییز موقف څخه ناوړه ګټه وانه خلي.

د خبرپاڼې له مخې، که پاکستان له افغانستان سره دوستي کول غواړي باید خپله دوستي په عمل کې ثابته کړي، څنګه چې هندوستان خپله دوستي ثابته کړې ده.

پاکستاني پوځیان له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ او ننګرهار پر هغو ولسوالیو د توغندیو بریدونه کوي، چې له ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې پرتې دي.

د روانې اوونۍ په اوږدو کې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ ۱۸۰ توغندي لګیدلي، چې ځايي خلکو ته یې د ځاني زیانونو ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

تېره ورځ مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم پر کونړ د پاکستانیو پوځیانو له لوري د تازه توغندیزو بریدونو غندنه کړې وه.

پر کونړ د پاکستانیو پوځیانو له لوري د تازه توغندیو په اړه تراوسه د دفاع او کورنیو چارو وزارت کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې د ورته عکس العمل ګواښ کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: