سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / پر کونړ د پاکستاني ملیشې توغندویي بریدونه لا هم دوام لري

پر کونړ د پاکستاني ملیشې توغندویي بریدونه لا هم دوام لري

د کونړ ولایت ځایي امنیتي چارواکي وایي، د ډیورنډ کرښې له هاغاړې څخه درانه توپچي بریدونه لا هم دوام لري او د تازه بریدونو په ترڅ کې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان وایي، پاکستاني پوځیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو سلګونه توغندي د کونړ ولایت په درېیو ولسوالیو را توغولي دي. په همدې حال کې د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي، د تازه توپچي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي. خو یوې بلې امنیتي سرچېنه بیا د ۵ تنو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی. مصمم وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو پر دانګام، سرکاڼو او شلتن سیمو کابو ۳۰۰ توغندي را توغول شوي دي. افغان حکومت تر اوسه د پاکستاني ملیشې له لورې د را توغول کېدونکو توغندیو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *