پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / پاکستان / پشتين: مونږ د پاکستان دمطبوعاتوعزت کوو خو دا هم وايو چې دا مطبوعات سخت منافقت کوي

پشتين: مونږ د پاکستان دمطبوعاتوعزت کوو خو دا هم وايو چې دا مطبوعات سخت منافقت کوي

لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اولسي غونډې په نه ښکاره کولو که منظور پشتين په خپله نيوکې کړي نو بل لور ته په سوشل ميډيا هم د پاکستان په ټيلي ويژن چېنلو سخت ټکونه شوي دي.

د يکشنبې په ورځ د لاهور په موچي ګېټ کې د پي ټي اېم يوه غټه اولسي غونډه شوې چې د پاکستان ټيلي ويژن چېنلو بيخي نه ده ښکاره کړې.

د پاکستان په ميډيا د پي ټي اېم د غونډې نه ښکاره کولو په اړوند منظور پشتين په خپله ويلي “په ميډيا ځکه په پي ټي اېم بندېز لګول شوی چې دوي نور دغه شان خلک خرڅ کړي او څوک ترې خبر نشي”.

پشتين وويل “مونږ د پاکستان د ميډيا عزت کوو خو دا هم وايو چې دا ميډیاسخت منافقت کوي دا پرامن خلک دي تاسو ته هيڅ نه وايي، خو په خپلو ټيلي ويژنو چې کوم خلک زمونږ په مخالفت کې ليوني شوي دي د هغو يوې يوې خبرې ته ځای ورکړی کیږي خو د صفايۍ ورکولو دپاره پي ټي اېم ته بيا اجازت نشته”.

هغه وويل ” بیا هم که څوک د پي ټي اېم په حق کې خبره کوي نو د هغه نه داسې پوښتنه کيږي چې شکونه راولاړي خو چې جواب ورکوي نو شور جوړولی شي او جواب ته نه پرېښودی کيږي”.

په ټولنيزو رسنیو نه يواځې عامو خلکو بلکې په خپله د پاکستان د ميډيا خبريالانو په دغه عمل سخت ټکونه کړي چې د پي ټي اېم جلسه يې نه ده ښکاره کړې.

د پاکستان ياد خبريال مرتضٰی سولنګي په ټويټر د کارټونانوعکسونه خپاره کړي چې يو په سترګو لاسونه اېښودي، بل په غوږونو کې ګوتې ورکړي او بل په خله لاسونه اېښودي، نوموړي ورته ليکلي،
“نن د پاکستان ميډيا”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *