دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / پمپیو: طالبان دې د امریکا د وتلو په تمه نه پاتې کېږي

پمپیو: طالبان دې د امریکا د وتلو په تمه نه پاتې کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې پرون په ناڅاپي سفیر کابل ته راغلی و، ویلي امریکا له افغانستان سره اوږدمهاله ملګرتیا غواړي او طالبان دې په دې تمه نه پاتې کېږي، چې ګواکي امریکا به له افغانستان ووځي او بیا به دوی د سولې خبرې کوي. نوموړي تېره ورځ له ولسمشر غني سره په ګډه خبریالانو ته د خبرو پر مهال ویلي، امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، د افغان حکومت تر څنګ ولاړه ده، د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې پلوۍ او ملاتړې ده، ددغه هېواد په پرمختګ کې پوره ونډه اخلي او د یوه با ثباته افغانستان لپاره هلې ځلې کوي. ولسمشر غني هم د خبریالانو پر وړاندې د امریکا له مرستو مننه کړې ده او په وینا یې افغان حکومت هم په پوره هڅه د اصلاحاتو او ولسواکۍ لپاره هڅه کوي. دده په وینا افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، نو ددغه پدېدي د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو مرستې او همکارۍ اړینې دي. پمپیو داسې مهال د خپل حضور ددوام خبره کوي، چې طالبانو د سولې د خبرو لپاره لومړنی شرط د بهرنیو ځواکونو وتل په ګوته کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *