پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پنټاګون د افغانستان شپاړس کلنې جګړې پرمختګ شکمنه کړې ده

پنټاګون د افغانستان شپاړس کلنې جګړې پرمختګ شکمنه کړې ده

پنټاګون په افغانستان کې د شپاړس کلنې جګړې د پرمختګ په اړه شک او اندېښنې څرګندې کړې دي. د د امریکا ددفاع وزارت د څارنې یا تفتیش ادارې ویلي، د افغان جګړې د معلوماتو پر خپرېدو لګول شوي بندیزونه به ددغه جګړې د پرمختګ او بریا یا ناکامیو په اړه قضاوت سخت کړي. یادې ادارې پخپل نوی راپور کې ویلي، سره له دې چې امریکا په افغانستان کې نوې تګلاره اعلان کړه، امریکايي ځواکونو ته یې لا ډېر صلاحیتونه ورکړل، هوايي بریدونه ډېر شول، لا ډېر سرتېري دغه هېواد ته ولاړل، خو افغان حکومت پرمختګ و نه شوی کړی او د حاکمیت دایره یې پراخه نه شوه. سرچینه زیاتوي بل لور ته د جګړې او بریدونو له لارې، سولې ته د طالبانو د اړ ایستلو په اړه هم وړاندوینه کول سخت کار دی. راپور زیاتوي د هوايي بریدونو له ډېرېدو سره هم مهاله نا امنۍ ډېرې شوې او طالبانو هم خونړي بریدونه تر سره کړل. د پنټاګون یاده اداره وايي، د امریکايي چارواکو له لوري پر ځينو مسایلو لکه، د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېرو نه خپرول یا پر نورو مهمو معلوماتو بندیز لګول به د جګړې د پرمختګ او یا ناکامۍ په اړه هم وړاندوینه ګرانه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *