شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / پنټاګون: سوله او ثبات د افغانانو حق دی، باید تر لاسه یې کړي

پنټاګون: سوله او ثبات د افغانانو حق دی، باید تر لاسه یې کړي

سوله ثبات او اقتصادي پرمختګ د افغانانو حق دی باید تر لاسه یې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یا پنټاګون وياندې هيډر نوريټ پرون په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ټاکنو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه په سوله ييزه توګه ادامه پيدا کړي. هغې په غور ولایت کې د ټاکنو د نوم لیکنې د دریو کارکونکو تښتونه هم په کلکو ټکو غندلې ده. نوموړې دغه راز زیاته کړې، امريکا دافغانستان د هغو هلو ځلو ملاتړ کوي چې په هېواد کې دديموکراسۍ د پلي کېدو لپاره ټاکنې ترسره کوي. د نوموړي په وينا، سوله، ثبات او اقتصادي خوشحالي د افغانانو حق دى او دوى يې بايد تر لاسه کړي. د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې نږدې سل زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *