پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / پنټاګون: یوه لېوا امریکايي عسکر افغانستان ته رسېدلي دي

پنټاګون: یوه لېوا امریکايي عسکر افغانستان ته رسېدلي دي

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، یوه لېوا امریکايي سرتېري افغانستان ته رسېدلي. په پکتیا کې د امریکايي ځواکونو یو قومندان وايي، د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لېوا به د افغان امنیتي ځواکونو د اغېز زیاتولو کې مرسته وکړي. ډګروال سکاټ جاکسن زیاته کړې دا ځواکونه به د کنډک او لېوا په کچه افغان ځواکونه روزي. نوموړی دا هم وايي، چې نوي سرتېري به ټول افغانستان کې د سلاکارۍ دنده لري، له مزار شریف نیولې تر هلمند او کندهار به ځواکونه روزي، سلا مشورې به ور کوي او ملاتړ به یې کوي. افغانستان کې د څو زرو امریکايي ځواکونو زیاتول د ډونلډ ټرمپ د افغان او سوېلي اسیا د ستراتیژۍ برخه ده. له معمول سره سم د امریکايي ځواکونو یوه لېوا عسکر تر ۲۰۰۰ زرو کسانو پورې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *