دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / پاکستان / په اسلام اباد کې د پښتون ناستې پايې که د ریاست د بدنامۍ پټول

په اسلام اباد کې د پښتون ناستې پايې که د ریاست د بدنامۍ پټول

د پښتون لاريون پای ته رسېدو وروستو منظور احمد پشتين وايي “د ايي اېس ايي مشر راته ويل احتجاجي ناسته ختم کړئ د دې لارې د نړۍ په وړاندې د ملک او پوځ بدنامي کيږي”.

د لس ورځني پښتون لاريون ختمولو وروستو د لاريون ځوان مشر منظور پشتين په خپله ۳۶ دقيقو (منټونو) ويډيوې خبرو کې وايي د احتجاجي ناستې په وخت مو مذاکراتي خبرو کې د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرال نويدمختار ته “ټولې غوښتنې د هغه په وړاندې کېښودې اوښکې مو ورته توې کړې هغه راته وويل که تاسو ته مونږ د بې درکه خلکو په اړه ليکل درکړو نو د رياست هغه(بدنامي) کيږي”.

هغه وايي له دې وروستو “مونږ ته ځينې خبرې داسې هم شوي چې که پوځ يې مونږ سره په ليکلي بڼه وکړي لکه ماوری عدالت وژنې او بې درکه خلک، او که دا خبرې رياست ومنلې نو بيا دنيا کې چې دوي ته ترهګر ملک ويلی شي دا به په دوي مکمله ټاپه ولګي”.

منظور وايي له دې وړاندې مو د ډي جي ايي اېس پي ار مېجرجنرال اصف غفور سره په ليدنه کې هغه ته وويل “چې پښتون نن هر سړی ترهګر بولي دا خو ته چې فلمونه خپروې په هغو کې پښتون ترهګر ښکاره کوې دا مو ورته مخامخ ووي چې د اولس شک دی راؤانوار د پاکستان ادارو پټ کړی دی د ماورای عدالت د وژنو مو ورته وويل چې ستا پوځ ،ستا ادارې او پوليس پکې لاس لري، د لاپته افراد خبرې مو ورسره وکړې”.

هغه وايي په ځواب کې ” هغه مونږ ته ځينې خبرې وکړې چې د دغه د هرنې (احتجاجي ناستې) په وجه د پاکستان د پوځ مورال لاندې راځي مونږ ته يې ټولې غوښتنې ومنلې او زمونږ په وړاندې يې جرنېلانو ته ټيليفونونه وکړه چې زیاتی به نه کوئ د دهماکې وروستو به خلک نه وهئ تاسو به ماينونه صفا کوي په چيک پوسټونو به زياتی نه کوئ”.

وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره د ليدنې په اړه وايي،” وزیراعظم ته مې د خپل اولس غږ ورسوؤ او ورته مې وويل چې زما اولس ته ژوند ورکړه مرګونه یې بند کړه او که نه يې بند کوې مونږ مجبور يُو چې زمونږ او د بلوچو په مينځ کې فرق ورک شي څوک چې ستاسو په ضد راپاڅېدلي دي”.

نوموړی وايي ما وزیراعظم ته “د پاکستان د ادارو نومونه واخستل چې اېم ايي او اي اېس ايي، پوځ او پوليس دغه کارونه کوي”. هغه زياته کړه ما ليکل ځکه غوښته چې خلکو سره مې کومې وعدې کړي هغو ته يې ښکاره کړم.

منظور وايي “په نهمه جنورۍ د شپې راته د ليکلو راکولو وويل شو او د هغې سره راته خبرونه پېل شو چې کوم خلک بې درکه وود هغوي کورونو ته راتلل پېل شو او مونږ چې په احتجاجي ناسته کې د کومو بې درکه کسانو عکسونه لګولي وو يو يو به مو لرې کوو، او اخر کې دانيال پاتې ؤ او هغه هم کور ته راغلو او لګيدلي ټول عکسونه مو لرې کړه”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *