یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې انریکایی وژل شوی سرتېری د کلیفورنیا و

په افغانستان کې انریکایی وژل شوی سرتېری د کلیفورنیا و

د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي چې د امریکا د پوځ یو سرتېری چې ظاهراً د افغانستان په جنوب کې په یوه نفوذي حمله کې ووژل شو، د کلیفورنیا د ایالت و.

د امریکا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د دې سرتېري نوم جوزېف ماسیل یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړي د سوت ګېټ د ښار اوسېدونکی و.

نوموړی د شنبې په ورځ د ارزګان په ترینکوټ کې ټپي او وروسته د ټپونو له کبله مړ شو.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ویلي چې په دې پېښه کې دوه نور امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *