جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې به د راروانو ټاکنو د ښه امنيت لپاره ځانګړي پوځي عمليات ترسره شي.

په افغانستان کې به د راروانو ټاکنو د ښه امنيت لپاره ځانګړي پوځي عمليات ترسره شي.

د ملي امنیت شورا خبرپاڼه وايي، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسؤلانو پرون شنبه په‎دې اړه د ولسمشر له امنیتي سلاکار او د امنیتي ادارو له مشرانو سره خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله، محمد حنیف اتمر له امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې د رأی ورکولو ټول مرکزونه وڅاري او د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره خپل پلان ورته وسپاري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د روان میلادي کال د میزان په ۲۸مه نېټه وشي.

ټاکل شوې وه چې دا انتخابات د سرطان په ۱۶ نېټه وشي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یې د ځنډولو پرېکړه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: