سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې د امریکا د شپاړس کلنې جګړې هیڅ ثمره نه لېدل کیږي

په افغانستان کې د امریکا د شپاړس کلنې جګړې هیڅ ثمره نه لېدل کیږي

نیویارک پسټ په یوه لیکنه کې وايي په افغانستان کې د امریکا ۱۶ کلنه جګړه لا هم روانه ده، په داسې حال کې چې دغه جګړه د عامو امریکایانو ترمنځ هېڅ ډول ملاتړ نه لري. په لیکنه کې وړاندې راغلي زرګونه امریکایانو ۱۶ کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، خو لا هم د بریا پته نه لګېږي او په دغه هېواد کې امنیت نه دی ټینګ شوی. سرچینه زیاتوي امریکا همدا څو اونۍ وړاندې افغانستان ته ۸ سوه نور پوځيان هم ولېږل څو د جګړې ډګر مدیریت کړي. نیویارک پسټ زیاتوي افغان جګړه لا هم روانه ده او ګڼو امریکايي او افغان چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تربلې خرابېږي. سرچینې ویلي د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي وو، چې طالبان د جګړې په ډګر کې کمزوري شوي دي، خو څو ورځې وروسته طالبانو په کابل او ځینو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي دي. نیویارک پسټ لیکي، روانو حالاتو په کتو ښکاري چې د افغان جګړې د پای او په دغه هېواد کې د ثبات د راتګ کوم څرک نه لګېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *