پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې د امریکا مرستې د فساد سبب شوې دي

په افغانستان کې د امریکا مرستې د فساد سبب شوې دي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار وايي، چې په افغانستان کې د امریکا مرستې د فساد د پراختیا لامل دي. د سیګار په خبره امریکا له هغو چارواککو مالي ملاتړ کړی دی چې هغوی د افغانستان په فساد کې ښکېل دي. دغه ادارې همدا راز ویلي چې افغان حکومت لا هم د بهرنیانو مرستو ته اړتیا لري او په یوازې ځان خپل لګښتونه نه شي پوره کولی. یاده اداره وايي، چې که همدا سبا هم طالبان له افغان حکومت سره د سولې هوکړه وکړي، خو دغه حکومت ددې وړتیا نه لري چې خپل لګښتونه پوره کړي، نو لا به هم خپل نیمايي مصارف له نړیوالو مرستو تامینوي. سیګار وایي بهرني ځواکونه به له افغانستان ووځي خو په دغه هېواد کې رامنځ ته شوی فساد به تر ډېره دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *