دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره هم ناکام ده

په افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره هم ناکام ده

د وسله والو طالبانو سخت بریدونه ښيي، چې په افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره هم ناکامه ده او امریکايي پوځیان نه دي بریالي شوي چې دغه ډله وځپي. دې ډیلي سیګنال نشریه پخپل یوه مطلب کې لیکي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه او د طالبانو پر ضد یې د جدي ګامونو پورته کولو خبر ورکړ. نشریه لیکي، د طالبانو وروستیو بریدونو او جګړو ته په پام دا ثابتېږي چې د امریکا تګلاره ناکامه ده او امریکايي پوځیان نه دي بریالي شوي چې د میاشتو په تېرېدو وسله وال طالبان وځپي. سرچینه زیاتوي په افغانستان کې القاعده شبکه ماته شوې ده، داعش د پښې ځای نه شي پیدا کولی نو ددغه هېواد لپاره تر ټولو ستره ستونزه وسله وال طالبان دي، چې پر ډېره برخه خاوره حاکمیت لري او پر ۲۰ سلنه خلکو نفوذ لري. نشریه زیاتوي، په افغانستان کې د جګړې د له منځه وړلو یوازینۍ لار دا ده، چې ټول ښکېل اړخونه یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او د جګړې له ډګرونو په شا شي. سیګنال نشریه زیاتوي تر هغه چې سیاسي حل پیدا نه شي، جګړې به پراخې وي او امریکا پرته له دې چې خپله ماتې ومني بله چاره نه لري. نشریه زیاتوي په افغانستان کې د وسله والو ډلو وحشتناک او ویروونکي بریدونه خپل اوج ته رسېدلي دي چې دا هر څه په افغانستان کې د نظامي تګلارې ناکامي ښيي. نشریه همدا راز پاکستان هم د ترهګرو ملاتړی بولي او پر دغه هېواد فشارونه د افغانستان د ثبات لپاره مهم بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: