دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / په افغانستان کې د ترهګرو په لیکو کې د پاکستاني جنرال وژل کېدل عادي خبره نه ده

په افغانستان کې د ترهګرو په لیکو کې د پاکستاني جنرال وژل کېدل عادي خبره نه ده

په افغانستان کې د ترهګرو په لیکو کې د پاکستاني جنرال وژل کېدل عادي خبره نه ده. د پاکستان یوه پخواني ديپلومات حسین حقاني په یوه مقاله کې لیکلي، چې د پاکستان یو پخوانی جنرال شاهد عزیز په افغانستان کې د ترهګرو په لیکو کې وژل شوی دی. د حقاني په وینا دا چې د یوه هېواد ډېر مهم جنرال د ترهګرو په لیکو کې درېږي او هلته وژل کېږي کومه وړه خبره نه ده. هغه ویلي دا مسئله څرګندوي چې د پاکستان پوځ څومره افراطي فکر لرونکی او غیر مسلکي دی. حقاني ویلي، شاهد عزیز په پوځ کې په ډېرو مهمو پوستونو او سترو دندو پاتې شوی و او د هغه په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه د پاکستان لپاره ښه زېری نه دی. څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې د پاکستان یو متقاعد جنرال په کونړ کې د ترهګرو په لیکو کې وژل شوی دی. دې مسئلې په رسنیو کې ګڼې ناندرۍ را ولاړې کړې او دا یې ددې لپاره ښه ثبوت وباله چې پاکستان په افغانستان کې جګړه رهبري کوي او د وسله والو پراخ ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: