چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې د سولې لپاره هيلې کمې دي.

په افغانستان کې د سولې لپاره هيلې کمې دي.

په افغانستان کې د سولې لپاره هيلې کمې دي. لانګ وار ژورنال نشریه پخپله یوه مقاله کې لیکي چې وسله والو طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته په ځلونو د رد ځواب ورکړی دی. د نشریې په خبره، امریکا، اروپايي ټولنه، د سیمې هېوادونه او افغانستان له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي، خو دغه ډلې له خبرو انکار کړی دی او د سولې خبرې ردوي. د نشریې په وینا له دې ټولو سره سره هره ورځ داسې څرګندونې کېږي او داسې مقالې خپرېږي چې ګواکي طالبان به د سولې وړاندیز ومني یا دا چې طالبان پخپلو کې د سولې په اړه بحثونه کوي. نشریه زیاتوي دغه ډول راپورونه او مقالې تېر اېستونکې دي او طالبان خپلې جګړې ته ادامه ورکوي. لانګ وار ژورنال لیکي طالبانو تر پخوا جګړې شدېدې کړې دي او همدې مسئلې په افغانستان کې سولې ته ټوکېدلې هیلې له منځه وړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: