پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې د کارګرو امنیت او کار دواړه خوندي نه دي

په افغانستان کې د کارګرو امنیت او کار دواړه خوندي نه دي

د خواریکښو سراسري ټولنې مشر وايي، چې په افغانستان کې د کارګرو امنيت او کار دواړه خوندي نه دي. د یادې ټولنې مشر، ډاکتر محمد لياقت عادل دغه څرګندونې نن د کارګرانو د نړيوالې ورځې په مناسبت کړې دي. ده زياته کړې، په هېواد کې نه د کاريګرو ژوند خوندي دى او نه يې کار، هر وخت چې کارفرما وغواړي، له دندې يې لرې کوي. ډاکتر عادل په هېواد کې د کارګرانو او خواريکښو اوسنی وضعيت د اندېښنې وړ وباله او پر دولت او کارفرما يې غږ وکړ چې د کارګرانو خواريکښو حقوقو ته درناوی وکړي او ددغه قشر حقوق مراعات کړي. ده پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ چې د خواريکښې طبقې امنيت ته جدي پاملرنه وکړي او ورته زيان ونه رسوي. نوموړي پر دولت نيوکه وکړه چې د کاريګرو په ملي او نړيوالو پروګرامونو کې د دوى اتحاديې ته د ګډون چانس نه ورکوي. د یادونې ده چې، یاده ورځ هر کال د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د مې مياشتې لومړۍ نېټه د کارګرو او خواريکښو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *