چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / بين المللي / په افغانستان کې مو شپږ زره ورځې تېرې کړې، موږ دلته څه کوو؟

په افغانستان کې مو شپږ زره ورځې تېرې کړې، موږ دلته څه کوو؟

ورځپاڼه: پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل ۶زره ورځې پوره شوې؛ خو جګړه لا روانه ده
واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اوږد مهاله حضور په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی، په افغانستان کې مو شپږ زره ورځې تېرې کړې، موږ دلته څه کوو؟
د واشنګټن پوست ورځپاڼې په دې مطلب کې راغلي چې لس کاله مخکې د امریکا د هغه مهال د دفاع وزیر رابرټ ګېټس ويلي وه چې امریکا غواړي په افغانستان کې یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ کړي؛ خو د یوې لسیزې پر تېردو لا هم دا کار نه دی شوی او امریکا په دې برخه کې ناکامه شوې ده.
دغې امریکايي ورځپاڼې لیکلي:” یوه لسیزه مخکې د امریکا د هغه وخت د دفاع وزیر رابرټ ګېټس وویل: په افغانستان کې د امریکا هدف د یو پیاوړي مرکزي حکومت جوړول وو. کله چې له ګېټس وپوښتل شول چې ایا افغانستان کله داسې حکومت درلود. نوموړي پرته له ځنډه ځواب ورکړ “نه” د ورځپاڼې په باور دا چاره اوس هم همداسې پاتې او پياوړی مرکزي حکومت نه دی جوړ شوی.
خو د امریکایي چارواکو او سیاسي شنونکو په شمول افغان د نظر خاوندان په دې نظر دي چې امریکا د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه په استفادې د اوږدو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: