سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په افغانستان کې ناټو دافغان ځواکونو د مبارزې ستاینه کړې

په افغانستان کې ناټو دافغان ځواکونو د مبارزې ستاینه کړې

افغانستان کې دناټو پوځي مسؤلینو له خوا په یوه نشرشوې خبرپاڼه کې ویل شوي افغان ځواکونه اوس دوسله والوسره په بشپړ ډول دجګړې کولو اومبارزې توان لرلای شي. د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغانستان په ختیځ کې د افغان پوځیانو وروستي عملیات د هغوی د وړتیا د لوړوالي نښې بللي دي.
په همدې اړه دغه ماموریت نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان پوځ په وروستیو کې په ننګرهار، کونړ او لغمان کې عملیات وکړل او ثابته یې کړه چې د طالبانو او داعش یا اسلامي دولت په ماتولو برلاسي شوي دي.
داپه داسي حال کې چې افغان دفاع وزارت ویلي سږ کال دوی ددفاع حملو په ځای تهاجمي بریدونو بڼه غوره کړې ترڅو په سیمه کې دوسله والو شتون له منځه یوسي.
ناټو په جنوبي اوشمالي ولایتونوکې دجګړې لړۍ خورا پيچلې اوسخته ده وسله وال ډیرفعال دی ،خوپه ختیځو ولایتونو کې یې دوسله والو او داعش په وړاندې غښتلي شوي دي.
دافغان ځواکونو وړتیا هغه مهال وستائلي شوه چې کله هغوی دوسله والوپه وړاندې دتهاجمي بریدیونو لړۍ پیل کړه ،خو په دې ډول جګړو کې ملي ځواکونوته هم زیانونه اوښتي ،ناټوځوکونو ویلي چې دوی په ننګرهار لغمان اوکونړکې دداعش ځواک ښه ځپلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: