یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / په امریکا کې یو وار بیا په یو ښوونځي وسلوال برید شوي دی

په امریکا کې یو وار بیا په یو ښوونځي وسلوال برید شوي دی

د امریکا په الاباما ایالت کې د یوه ښوونځي ددنه وسله وال برید شوی، چې له امله یې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
چارواکي واېي، یوه تن وسله وال برید کوونکي د الاباما ایالت په برمینګم ښار کې د ښوونځي دننه په خلکو ډزې کړي، یو زده کوونکی یې وژلی او د یوه ښوونکي په ګډون ۳ تنه نور ټپيان دي.
د الاباما ایالتي پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي، تر اوسه د پېښې علت معلوم شوی نه دی؛ خو پولیس هڅه کوي دا معلومه کړي، چې برید د چا لخوا او څرنګه ترسره شوی دی.
باید وویل شي چې په دا وروستیو کې په امریکاېي ښوونځیو کې وسله وال بریدونه د بل هر وخت په پرتله زیات شوي، چې له امله یې د ښوونځیو د امنیت په اړه په امریکا کې تاوده بحثونه راپارولي دي.
دوه اونۍ وړاندې هم د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوه زده کوونکي په ښوونځي کې دننه په خلکو ډزې وکړې، ۲۰ تنه یې ووژل او لسګونه یې ټپیان کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *