پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / په امریکا کې ۱۵کلن ځوان د یوښوونځي ۱۹کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

په امریکا کې ۱۵کلن ځوان د یوښوونځي ۱۹کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

د رسنیو د راپور له مخې یوه وسله وال د امریکا په کنتاکي ایالت کې پر یوه ښوونځي برید کړی دی. دغه بریدګر ۱۵ کاله عمر درلود. په پېښه کې دوه زده کوونکي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. دغه وسله وال د سهار په اتو بجو په بنتون ښار کې د مارشال کونتي په نامه د یوه ښوونځي په انګړ کې پر زده کوونکو ډزې پیل کړې. په پېښه کې یوې نجلۍ ځای پر ځای سا ورکړه، خو یو بل هلک بیا په روغتون کې سا ورکړې ده. پولیسو ویلي چې برید کوونکی یې نیولی دی او په اړه به یې نور معلومات وروسته خپاره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *