جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / په اندونیزیا کې درې ځانمرګي بریدونه شوي دي

په اندونیزیا کې درې ځانمرګي بریدونه شوي دي

د اندونیزیايي رسنیو د راپورنو له مخې دغه بریدونه د اندونیزیا په دویم ستر ښار سورابیه کې شوي دي. د پولیسو په خبره په پېښو کې شپږ کسه وژل شوي او تر درېشو ډېر نور ټپيان دي. اندونیزیا په نړۍ کې ستر اسلامي هېواد دی، چې تر ډېره امن ګڼل کېږي او ورته پېښې پکې بې مخینې ښکاري. په دغه هېواد کې دوې ورځې وړاندې د افغانستان د سولې په تړاو کنفرانس جوړ شوی. د اندونیزیا امنیتي چارواکي وایي د پېښو په اړه یې پراخې څېړنې پيل کړې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي. کومې ډلې تر اوسه ددغه پېښو مسوولیت نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: