سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / په ايران کې د ټولنيزو رسنيو پر بنديز اندېښنې راپورته شوي

په ايران کې د ټولنيزو رسنيو پر بنديز اندېښنې راپورته شوي

ټرمپ انتظامیې د تهران لخوا ايراني وګړو ته د ټولنيزو رسنیو په بندېز “ډېره اندېښنه” څرګنده کړې ده. دا په داسې حال کې چې په ايران کې د څلورو ورځو نه د حکومت په ضد مظاهرې روانې دي.
ايران د يکشنبې په ورځ د پېغام لېږلو لپاره د ټيليګرام او عکسونو خپرولو لپاره د انسټاګرام اېپس بند کړي او د دولتي رسنيو ويلي د امن پر ځای ساتلو لپاره يې دا ګام پورته کړی دی.
ايران کې مظاهره چيان د ټولنيزو رسنيو د لارې د احتجاج ویډيو او عکسونه خپروي.
د ټرمپ د ځانګړو رابطو مرستیال مايکل انتون ویلي، واشنګټن د ايران د ټولنيزو رسنيو لپاره ډېر څه نشي کولی خو د ټرمپ انتظاميه د امريکايي او نورو لویديځو شرکتونو څخه هيله کوي چې ايران سره هيڅ رعايت ونکړي.
انتون ويلي ” د دوی (شرکتونه) دې د مالوماتو په رسولو کې هيڅ سنسرشپ ونه مني، خپل کاروبار ته دې دوام ورکړي او ازاد مالومات دې ورکړي”.
هغه ويلي امريکايي چارواکي د دغو حالاتو څارنه کوي.
د ټيليګرام مشر پاول ډورو ويلي د ايران په وېنا يې د ټيليګرام د بندېز نه په انکار کولو ايران په خپله دغه سروس بند کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *