دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / په اټالیا کې د یو پل د پرېوتو له امله ۳۵ کسان وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي

په اټالیا کې د یو پل د پرېوتو له امله ۳۵ کسان وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي

د ايټاليې په شمال لويديځ جينوا ښار کې پوليس وايي، چې دغه ښار کې د موټروې سړک پل پرېوتو له امله پنځه دېرش کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې ويډيو کې ښکاري، چې د سختو توپانونو او ورښتونو پر مهال دغه پل نړېدلی دی.

پوليس وايي، چې مرستندويه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي، ټوله شپه د نړيدلي پل لاندې بند پاتې خلک راباسي.

مرستندويه ډلې وايي، چې د پل د نورې برخې د نړېدو وېره هم شته، چې له امله يې د سيمې نږدې ودانۍ خلکو خالي کړي دي.

د ايټاليې د کورنيو چارو وزير ميټيو سيلويني ويلي، که هر څوک د پېښې مسوول وبلل شو، سخت سزا به ورکړل شي.

د سيمې خلکو د ايټاليا «انسا» نيوز ته ويلي، چې پر ځايي وخت يوولس نيمې دوی د توپان او ورښت پر مهال پر پله تندر پرېوت.

د پل انجينرانو ويلي، چې تر اوسه د پل د نړېدو لامل په اړه څه نه شي ویلی.

يوه بل عيني شاهد رسنيو ته ويلي، چې دی له نړېدلي پل څخه پنځه کيلومټره لرې اوسېږي، خو بيا يې هم د پل د نړېدو دروند غږ اورېدلی او د سيمې خلک يې وېرولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *